د پوليسو نه په غيرقانوني توګه ميشتو غيرملکيانو بيرته ستنولو لپاره د عملياتو دپلان دتفصيلاتو تفصيلات غوښتل شوي دي.

باغي ټي وی رپورټ
ډي آئي جي آپريشنز د آپريشنل منصوبه خرچو په اړه تفصيلاتو لپاره خط ليکلي دي د کومي نه پس چي پيښور پوليس د خاص آپريشن لپاره د خرچو تخميني کول شروع کړي دي۔
ډي آئي جي پوليس ته هدايات شوي چي تفصيلات آر پي اوز، سپيشل برانچ، سي ټي ډي او نورو ته واستوي۔
په مراسله کې ویل شوي چې د سیمه ییزو پولیسو افسران او ټول اړوند ارګانونه دې د خپلو اړتیاوو په اړه خبر کړي، د تفصیلاتو په اساس به یو عملیاتي پلان جوړ شي، نو اړونده څانګې دې هم په دوه ورځو کې د اړتیا وړ فنډ توضیحات ورکړي.
په لیک کې راغلي چې د عملیاتو لپاره به د اړتیا وړ تیل، د موټرو ترمیم او خوراکي توکي ورکول کیږي او د اړتیا وړ ګمارنې به د فنډونو په اساس ترسره کیږي.
ياده دې وي چې حکومت په پاکستان کې په غيرقانوني توګه د مېشتو ټولو بهرنيانو د ويستلو وروستۍ پرېکړه کړې ده، چې له مخې يې حکومت ورته د اکتوبر تر ٣١مې نېټې ضرب الاجل ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د ويستلو لړۍ هم پيل شوې، چې تر څنګ يې په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو ناقانونه افغان مېشتو سيمو د له منځه وړلو لړۍ هم روانه ده.






