د پاکستان مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر مريم نواز وئيلي دي چې اتومي طاقت به پاکستان يو اقتصادي طاقت جوړ کړي او نواز شريف د همدې اجنډا د پوره کولو دپاره راځي.

باغي ټي وی رپورټ

د پارټۍ کارکنانو ته په خطاب کښې ده ووئيل چې د نواز شريف روايت دے چې قوم سره خپلې وعدې پوره کړي او له مشکلاتو نه يې راوګرځوي، نوازشريف يو ځل بيا د ولس او هېواد د نجات لپاره راروان دے.

مريم نواز وئيلي دي چې هرکله چې ملک او ملت ته زيان رسيږي نو هر وخت نوازشريف راځي او يو سلاح کوي، د هر څه خرابيدو وروستو اوس نواز شريف ته پکار ده چې هرڅه سم کړي. ياده دي وي چي د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف وطن ته واپسي سفر شروع کړے دے، هغه له لندن نه سعودي عرب ته رسيدلي چرته چي د عمري سعادت حاصل کړي دي۔

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف به په سعودي عربستان کې د استوګنې پر مهال د رسول الله د قبر زیارت هم کوي او د سعودي له لوړپوړو چارواکو سره به هم لیده کاته کوي.

د مسلم ليګ (ن) مشر به د سعودي عرب نه وروستو دوبۍ ته ځي چرته چې به د څو ورځو لپاره د دوبۍ د لوړ پوړو شخصيتونو سره ملاقاتونه کوي۔

د دوبۍ نه پس به نواز شريف د اکتوبر په ۲۱ مه لاهور ته رسيږي چرته به چې هغه په ​​مينار پاکستان د مسلم ليګ نون کارکنانو ته خطاب کوي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐