باغي ټي وی رپورټ
پولیسو په لاهور کې تر سلو زیات مظاهره کوونکي استادان او دولتي مامورین ونیول، په داسې حال کې چې په فیصل آباد کې مظاهره چیانو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې وروسته پولیسو په هوایې ډزو او شیلنگ سره مظاهره کوونکي منتشر کړل.
په ګوجرانواله، ګجرات، بهاولپور، بهاولنگر او ميانچن کې هم د استاذانو لخوا لاريونونه شوي، په داسې حال کې چې په حافظ اباد کې هم د استادانو ترڅنګ زده کوونکي هم سړکونو ته راوتلي او د استادانو د نيولو پر ضد يې لاريونونه کړي دي.
د لاريون په ترڅ کې پوليسو د موټروې لارې بندولو په تور د ۱۲۵ نه زياتو زده کوونکو، دوه سرګروپانو او استادانو پر ضد مقدمه درج کړې ده.
عارفواله کښې د استاذانو لخوا په داسې حال کښې احتجاجي مظاهرې شوي چې حکومتي تعلیمي ادارې د دریو ورځو لپاره تړلې وې. په پاتوکي کې هم د ښوونکو له خوا ښوونځي تړل شوي، له دولتي ښوونکو د رخصتۍ په نغدي پيسو او د فراغت په قانون کې د تعديل د لغوه کولو او د استادانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.










Leave a Reply