د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د عمرې سعادت ترلاسه کولو وروستو له لندن څخه سعودي عرب ته تللى، هغه به د رسول الله په زيارت هم حاضريږي.

0
144

باغي ټي وی رپورټ

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف به په سعودي عربستان کې د خپل استوګنې پر مهال له سعودي چارواکو سره هم وګوري.

نوازشريف به د سعودي عرب نه وروستو دوبۍ ته رسيږي چرته چې به د خپل څو ورځې پاتې کيدو په مهال دوبۍ کې د لوړ پوړو شخصيتونو سره ليدنې کوي.

د دوبۍ نه پس به د مسلم ليګ (ن) مشر د اکتوبر په 21مه نيټه لاهور ته رسيږي چرته به چې هغه په ​​مينار پاکستان کښې د مسلم ليګ (ن) کارکنانو ته خطاب کوي۔

بل خوا د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف وايي چې د نواز شريف حکومت په 12م اکتوبر ختم شو، نواز شريف بيا راغلى، بيا يې پرمختګ راوست، د سړکونو جال يې کېښود، سرمايه کارۍ يې راوړې، نواز شريف بيا راځي، پرمختګ راولي.

د مسلم ليګ نون غړې مريم نواز وئيلي دي چې دا د نواز شريف روايت دے چې د مشکلاتو نه راووځي، هغه به پاکستان ته په ايټمي طاقت سره اقتصادي طاقت جوړوي، نواز شريف د دې ايجنډا د پوره کولو لپاره راروان دے.

Leave a reply