د موسمیاتو محکمی وړاندوینه کړې ده چې د جمعې په ورځ به په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو نوی لړۍ پیل شي.

باغي ټي وی رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه خيبرپښتونخوا کښي نن (جمعه) نه د بارانونو نوے سلسله شروع کيدے شي او د بارانونو سلسله به تر پنځو ورځو پوري جاري وي۔
په دې لړ کښې پي ډي ايم اے ټولو ضلعې انتظاميې ته د هوښيار پاتې کېدو لپاره خط جاري کړے دے۔ ډي جي پي ډي ايم اے هدايات کړي دي چې ضلعې انتظاميې دې د بارانونو له وجې مخکنې ګامونه پورته کړي، په لوړو ضلعو کښې د زمکې ښوئيدو او د واورې ورېدو خطره ده، په داسې حال کښې چې د بارانونو له وجې په ټيټو سيمو کښې د ښاري سيلابونو خطره هم شته۔ بارانونه





