هند اولس په دې سخت وخت کښې د اسرایلو سره ولاړ دې او حمایت ی کوي: نریندرا مودي، دهند لومړې وزیر

د هند حکومت او لومړي وزیر نریندرا مودي له لوری یو داسې بیان مخې له راغلې چې د فلسطین مسلمانانو زړونه ی سخت خفه کړي ، مایوسه کړي او دردولي دي
0
668

د هند اولس په دې سخت وخت کښې د اسرایلو سره ولاړ دې او حمایت ی کوي: نریندرا مودي، دهند لومړې وزیر
باغي ټي وي رپورټ
په داسې وخت کښې چې د فلسطین او اسرایل ترمینځ جنګ پیل شوې دې،زرګونه فلسطیني ماشومان شهیدان شوي،تر دو لکو زیات فلسطینیان بې کوره شوي، د هند حکومت او لومړي وزیر نریندرا مودي له لوری یو داسې بیان مخې له راغلې چې د فلسطین مسلمانانو زړونه ی سخت خفه کړي ، مایوسه کړي او دردولي دي .

په هند او په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کښې پر مسلمانانو د ظلمونو لپاره مشهور د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تازہ په خپل وينا کې ويلي دي چې “د هند خلک په دې سخت وخت کې د اسراییلو سره په کلکه ولاړ دي. ھغه زياتوي هند په کلکه او په څرګنده توګه د حماس برید په غندي.
دا خبره د یادونې ده چې د اسرایل ځواکونو په فلسطین اولس وخت په وخت بمباري روانه ده او تر دې دمه تر ۱۰۰۰ زیات عام وګړي چې پکښې زیات شمیر ماشومان او ښځې دي شهیدان شوي دی او په زرګونو نو.ر عام فلسطیني مسلمانان ټپیان شوي دي .

دا یادونه باید هم وشي چې د ترکیې د خبري اژانس یوه خبریال چې په غزه کښې یې پر فلسطینیانو د اسرائیلي پوځیانو د بریدونو په اړه راپور ورکاوه، خپل احساسات قابو نه کړل او د فلسطینی ټپي شوو ماشومانو او.نورو.وګړو په حال ی وژړل.

کله چې دغه ښځینه خبریاله د بې ګناه فلسطینی ماشومانو او ملکي وګړو د حال په اړه چې د اسرائیلي پوځ له وحشیانه بمباریو سره مخامخ شوي وو بیانول، هغې وویل چې نه امبولانس شته او نه مسلکي کارکوونکي چې ددې ټپي اولس خدمت وکړي.

عام خلک په خپله مرسته خپل زخمیان په شخصي موټرو کې روغتون ته وړي.

په دې موقع ښځينه خبريالې خپل جذبات قابو نه كړل شول او د فلسطينيانو په حال يې و ژړل.

Leave a reply