د پاکستان ایف ایی اې چارواکو په تورخم پوله افغان مسافرو او کډوالو ته د اسانتیاوې ورکولو لارښوونه کړې

0
198

د پاکستان ایف ایی اې چارواکو په تورخم پوله افغان مسافرو او کډوالو ته د اسانتیاوې ورکولو لارښوونه کړې
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان FIA لوړ پوړو افسرانو نن د تورخم بندر دوره وکړه.
د اسلام آباد انټری ګریټډ بارډر مینیجمنټ سروس ډائریکټر یاسین فاروق، د ایف آئی اے د خیبرپښتونخواه ډائریکټر یاسین نثار تنولي او انتظامي ډائریکټر شکیل دراني په تورخم بارډر جوړ کړی دی.
د پاک افغان دوستۍ هسپتال د لارې د تګ راتګ لپاره د چیک پوسټونو هم لیدنه وکړه چرته چې د تورخم ایف آئي اے اسسټنټ ډائریکټر یاسر عرفات پلاوي ته د افغان کورنیو د ستنیدو د طریقې، سهولتونو برابرولو، د مسافرو سامان او د افغانانو د سکریننګ په اړه بریفنګ ورکړو.

دغه راز پلاوي ته د پاک افغان دوستۍ په روغتون کې ناروغانو ته د ورکړل شویو اسانتیاوو په اړه هم معلومات ورکړل شول… # پلاوي یاسر عرفات ته د هغه د غوره کارکردګۍ او په پوله ی د افغان مسافر لپاره د غوره سهولتونو برابرولو له امله ددوی ستاینه وکړه. دا لارښوونه هم وشوه چې افغان مسافرو او نورو کډوالو لپاره هرممکن سهولتونه دې ورکړل شي چې په تورخم پوله دوی په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

Leave a reply