لنډي کوتل کښې د نشه ی توکو منځه وړلو په اړه یوه مهمه غونډه شوې

د لندی کوتل تحصیل د جرګو په تالار کی د نشه یی توکو د مخنیوی په اړه ازاد بحث ترسره شو.
0
123

نصیب شاه شینواري
د لنډي کوتل پوليس سټيشن نوي ټاکل شوي ايس ايچ او اکبر خان آفريدي په مشرۍ کښې د په سیمه کښې د نشه ی توکو په اړه یوه مهمه غونډه وشوه چې پکښې د غونډې ګډونوالو ته وینا په وخت ايس ايچ او اکبر خان آفريدي اوويل چې ټول نشه يي توکي انسان وژونکي او معاشره خرابوونکي دي خو نن سبا د آیس په شکل کښې داسې يو لعنت زمونږ په سیمه حمله کړې چې ټول اولس او معاشره ی بده اغیزمنه کړې ده.

هغه اوویل چې ټول نشه ی توکي په ټولنه بده اغیزه کوي خو آیس نشه یو ډیره بده نشه ده چې په ټوله کمیونټي بد اثر کوي، هغه وویل چې د ایس په نشه روږدي کسان په خپلو کورنیو کې د بدیو او جرمونو لامل کیږي، په ټوله ټولنه کې د ایس له امله په ټوله ټولنه کې غلاګانې او دښمنۍ رامنځ ته کیږي. ښاغلي مشر د سیمې خلکو ته په وینا کې له ټولو خلکو وغوښتل چې د آیس او نورو نشه یي توکو په مخنیوي کې له پولیسو سره همکاري وکړي او په نشه یي توکو کې ککړ کسان حکومتي ادارو ته ور ووپیژني.

د تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري، معراج الدین شینواری، نائب چیرمین ولی محمد شینواري، چیرمین عبدالروف شینواري، محمد امین او نورو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل چې د نشه یي توکو له منځه وړلو کې د ټولنې د هر وګړی رول مهم دی. هغه وويل، موږ بايد اړونده دولتي ادارې او پوليس د نشه يي توکو د پلورونکو او په ټولنه کې په نشه يي توکو د روږدو کسان دوی ته ور اوپېژنو. هغوی غوښتنه وکړه، چې دولتي ادارې او پوليس دې په ټولنه کې د نشه يي توکو په کاروبار او په ځانګړې توګه د آیس په څېر د نشه يي توکو په کاروبار کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې قانوني چلند وکړي چې په سیمه کښې دا ناوړه کاروبار ختم شي او د عام اولس ژوند وژغورل شي.

Leave a reply