په پېښور کې، د ورځې په رڼا کې، بریدګرو یو زده کوونکی له کالج څخه کور ته پر لاره وواژه.

باغي ټي وی رپورټ
د پوليسو ترمخه طالب علم حسن طارق دپيښور په حلقه روډ ديو شخصي کالج څخه دتلو په مهال په ډزو وژلى دى.
موټرسايکل سپرو هڅه وکړه چې په ريکشا کې له زده کوونکي څخه موبايل ټيلېفون واخلي.
د دغه ځوان خپلوانو د موبايل نه ورکولو له امله په ډزو وژلی او د پوليس په وينا د طالبعلم جسد د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسول شوی دی.
پوليس دپيښې له ځايه تښتيدلي ملزم نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي، چې په اړه يې دشرقي په پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې شوې ده.






