وفاقي کابينې د سهيل ناصر د نيب د مرستيال چيئرمېن په توګه د تقرر منظوري ورکړې ده۔

0
64

باغي ټي وی رپورټ

د وفاقی کابینې غونډه د نگران وزیراعظم په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې شوې وه چې پکښې د اکتوبر په دریمه د کابینې د اقتصادی رابطه کمېټۍ د فیصلې منظوري ورکړې شوه.

د ذرائعو ترمخه کابينې د سهيل ناصر د ډپټي چيئرمېن نيب او احتشام قادر د پراسيکيوټر جنرل نيب په توګه د تقرر منظوري ورکړې ده۔

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې د پي اى اې د پرائيوټائزيشن لپاره د مالياتي سلاکار د ټاکلو منظوري هم ورکړل شوې ده.

دې نه علاوه كابينې د دوه ملزمانو د ورسپارلو په اړه د كورنيو چارو وزارت د سمري منظوري هم وركړه۔

Leave a reply