نگران وزيراعظم د پي آئي اے د خصوصي کولو عمل ګړندۍ کولو هدايت کړے دے۔

0
46

باغي ټي وی رپورټ

د نگران وزيراعظم انور حق کاکړ په مشرۍ کښې د قومي ايئر لائن پي آئي اے په اړه غونډه شوې چې پکښې وزيراعظم د پي آئي اے په معاملو کښې د فيصلې په ځنډولو خفګان څرګند کړے دے۔

وزيراعظم وويل هيواد په اقتصادي مشکلاتو کې دى اؤ دقومي ادارو کمښت دغه مشکلات زياتوي.

انوارالحق کاکړ وویل چې د پي آی اې او نورو خسارې ځپلو دولتي ادارو (ایس اوز) نجکاری دې ګړندۍ شي، د هوايي چلند په برخه کې اصلاحات به خلکو ته د تګ راتګ غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

نگران وزیراعظم زیاته کړه چې د نجکاری عمل شفافیت یقیني کول پکار دي په داسې حال کې چې د خسارې د ذمه وار کسانو پېژندنه ډېره مهمه ده چې د هغې د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړل شي.

Leave a reply