د نوبل جایزې ګټونکې ټولنیزې فعالې ملالې یوسفزۍ د حماس او اسراییلو ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
باغي ټي وی رپورټ
د فلسطین دمقاومت سازمان حماس او اسرائیلو ترمینځ سختې نښتې چې داکتوبر دمیاشتې په اوه ویشتمه نیټه پیل شوې وې نن پنځمې ورځې ته داخلې شوې او اسرائیلو دغزې په تړانګې دبندیزونو سختولو او پر غزې حملې زیاتې کړې دي .
په غزه کې د اسراییلو لخوا ۲۰۰ هدفونه په نښه شوي، د کډوالو په کمپونو هم بریدونه شوي، امبولانسونه او مرستندویه کارکونکي هم د اسراییلو تر بریدونو او توپچي بریدونو لاندې راغلي دي.
د اسرائیلو په بریدونو کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۹۰۰ ته رسېدلی او تر ۴ زرو ډېر ټپیان دي، په غزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ولسي وګړي په وېره کې دي او زرګونه کسان هم بې کوره شوي دي.
اوس، ملالې یوسفزۍ په ایکس کې یو بیان خپور کړ او ویې ویل، “لکه څنګه چې ما په دې وروستیو ورځو کې د زړه دردونکي خبرونه لیدلي، زما تمرکز د فلسطین او اسراییلو ماشومانو ته دی چې د جګړې له وضعیت څخه سخت اغیزمن شوي دي”.
ملالې د اوربند غږ وکړ او د خپل ماشومتوب یادونه یې وکړه او لیکلي یې دي، “زه یوازې ۱۱ کلنه وم چې شاوخوا مې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي فضا ولیدله. سهار وختي به د هاوان د مرمیو په غږ له خوبه پاڅېدلو.”
هغه زیاته کړه، “زموږ ښوونځي او جوماتونه په بمونو ویجاړ شوي، سوله هغه څه شوه چې موږ یې یوازې خوب کولی شو.”
ملالې لیکلي چې “جګړه تل ماشومان اغیزمنوي، که هغه ماشومان وي چې په اسراییلو کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي وي یا هغه ماشومان چې په غزه کې د هوايي بریدونو له ویرې پټ شوي وي یا د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ وي.”
ټولنیز کارکونکي لیکلي: “نن زه د ټولو ماشومانو او خلکو لپاره غمجن یم چې په مقدس خاوره کې سوله او عدالت غواړي.”