لنډي کوتل کښې به د نشه ی توکو کاروبار او جرم پیشه خلقو ته کله هم اجازه ور نه کړې شي چې خپل ناوړه مقصدونه پوره کړي: ایس ایچ اکبر افریدي

لنډي کوتل کښې پولیسو د جوارګرو په یو مرکز چاپه وهلې، یو شمیر جوارګر ی نیولي او زندان ته ی اچولي دی
0
1103

نصیب شاه شینواري

د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډي کوتل پولیس سټیشن کښې نوي ټاکل شوي د پولیسو مشر ایس ایچ او اکبر افریدي په لنډي کوتل پریس کلب کښې رسینو سره خبرو اترو کښې اوویل چې د پولیس فورس دا ذمه واري ده چې په سیمه کښې په جرایم پیښه خلقو نزدې نظر ولري، هغه اوویل چې میډیا د یومعاشرې او ریاست یو مهمه ستن ده چې د جرمونه ، ناوړه کارونه حکومتي ادارو او پولیسو ته ور په ګوته کولو کښې مهم رول لوبوي.هغه اوویل د معاشرې پرمختګ لپاره د میډیا په مثبت رول باور لري .

نوموړي اوویل چې میډیا د هیو هیواد او ټولنې د اولس سترګې او غوږونه وي او او دا یوه وسیله ده چې د هیواد نورو ادارو غلطۍ او کمزورۍ ور په ګوته کوي او بیا دا ادارې د خپلو غلطیو د ختمولو هڅې کوي او دغه شان په معاشره کښې خوشحالي او پرمختګ راځي او اولس ښه ژوند تیروي.

په داسې وخت کښې چې د پولیسو مشر دا خبرې رسنیو سره شریکې کړې ،څو شیبې پس داسې خبر راغې چې د ایس ایچ او اکبر افریدي په مشرې کښې د پولیس سینیر اهلکار امجد شینواري او زینت افریدی د لنډي کوتل په خیبر سیمه کښې د جوارګرو په یو مرکز چاپه اووهله، د سرچینو ترمخه ځایی خلقو د پولیس په ګاړو کښې یو شمیر کسان ولیدل چې د لنډي کوتل پولیس سټیشن ته ی ورسول، د سرچینو ترمخه څه ۳۹ داسې کسان ی د جوارې مرکز څخه ونیول چې د جوارۍ کولو په ناوړه کار کښې ککړ وو.

ایس ایچ او اکبر افریدي میډیا ته اوویل چې د نیول شوو کسانو په ضد به قانوني کاروایی وشی او هیچا ته هم اجازه ور نه کړې شی چې په سیمه کښې ناوړه او ناقانونه کار وکړي، هغه اوویل چې د نشه ی توکو کاروبار کوونکو په ضد به هم سخته قانوني کاروایی کولې شی او هیچ ته به هم اجازه ور نه کړي چې د آیس نشه ی توکو کاروبار وکړي، هغه اوویل چې د هر یو انسان ژوند ددوی لپاره ډیر قیمتي دې او د نشه ی توکو کاروبار کوونکو ته به کله هم اجازه ور نه کړې چې د انسانانو ژوند سره لوبې وکړي او ددوی او ددوی د خاندان ژوند په خطر کښې واچوي.
…………….

Leave a reply