کابل والي شیخ قاسم خالد د امربالمعروف وزارت له لورې جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.

کابل والي شیخ قاسم خالد د امربالمعروف وزارت له لورې جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا ترسره کړی.

10 اکتوبر سه شنبه 2023

 

د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد کابل کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

 

کابل والي دې غونډې ته په وینا کې وویل؛ ۲۲ کاله وړاندې امریکا پر افغانستان برید وکړ او دا پاکه خاوره یې اشغال کړه، خو افغان ولسونو او مجاهدینو په نشته امکاناتو سره دغه ځواکونه مات او د نړۍ زبرځواک یې په ګونډو کړ او یو سپېڅلی اسلامي نظام یې پر هېواد حاکم کړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد همدارنګه د حاکم اسلامي نظام پر ملاتړ او ورسره پر بشپړې همکاري ټینګار وکړ.
کابل والي زیاته کړه؛ چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر مکلف دي، چې ولسونو ته د اسلامي او شریعي مسایلو په اړه لارښوونه وکړي.

 

شیخ محمد قاسم خالد وویل؛ په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی یوازې د محتسبینو مسولیت نه دی، بلکې دا د ټولو مسلمانانو دیني مسولیت دی.

 

ښاغلي خالد د هرات ویجاړوونکې زلزلې له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو ژوره خواشیني وښوده او له ټولو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو، سوداګرو او شتمنو هېوادوالو څخه یې وغوښتل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

 

 

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد وویل، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ځانګړی کوډ اعلان شوی دی.

اړوند موضوعات

کابل والي د افغانستان نفت او ګازو شرکت له عمومي رئیس او استازو سره د ولایت مقام کې لیدلي.

 

 

شیخ محمد قاسم خالد په خپله وینا کې پر مظلومو فلسطینیانو باندې د اسرائیلو له لوري روانو ظلمونو ته په اشارې سره وویل، چې د فلسطین مسلمانان به هم له اسلامي نظام څخه برخمن شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载