د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د نړۍ د اقتصادي وضعیت راپور خپور کړ.
باغي ټي وی رپورټ
د ورلډ اکنامک آؤټ لک رپورټ کښې آئي ایم ایف د پاکستان د اقتصادي ودې شرح روان کال 2.5 فیصده وړاندوینه کړې ده.
د IMF په وینا، د روان مالي کال لپاره به په پاکستان کې د افراطیت کچه 23.6 فیصده وي او د 2028 کال پورې به د جی ډی پی وده 5 فیصدو ته رسیدو اټکل کیږي.
د IMF په وینا، تیر مالي کال د بیکارۍ کچه 8.5 فیصده وه، خو سږ کال به د بیکارۍ کچه 8 فیصده ته راښکته شي، په داسې حال کې چې د کرنټ اکاونټ خساره به سږ کال د GDP 1.8 فیصده پاتې شي.
د پیسو نړیوال صندوق په راپور کې ویل شوي، چې په نړیواله کچه د کرونا ناروغۍ او د روسیې او اوکراین د جګړې اغیزې دوام لري.