د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره کمیسیون جوړ شو.

0
211

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره کمیسیون جوړ شو.

09 اکتوبر دوشنبه 2023

د ریاست الوزراء له عمومي دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده د ځانګړي هدایات له مخې د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه ترسره شوه.

 

په غونډه کې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرينو پر موجوده وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شویو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو او مشکلاتو پر حل لارو تفصيلی خبرې وشوې.

خبر زیاتوي چې هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرينو مشکلاتو ته د پر وخت رسیدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه یو کمېسيون جوړ شو.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني چارواکو د یاد هیواد د امنیتي وضعیت له امله پر افغانستان تورونه بې بنسټه دي.

 

د یاد کمیسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په هدف د ریاست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفی په مشري یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو ياد کمېسيون ته په عاجله توګه طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او تر منځ يې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضاء ایجاد شي.

Leave a reply