د مېټرک بورډ د نتيجو بدلون په اړه نور تفصيلات مخې ته راغلي دي.

باغي ټي وی رپورټ
جیو نیوز د میټرک په نتیجو کې د بدلون په مسله د بدل شوي نتیجو رول نمبرونه ترلاسه کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلينو پايلې بدلې شوې او د معلوماتي ټکنالوجۍ برخې دغه کار د ازموينو د مدير په لارښوونه کړى دى.
سرچينه زياتوي، چې سږ کال د څه باندې ۲۳۰۰ رول نمبرونو پايلې بدلې شوې او د پايلو د بدلون لپاره د هر رول نمبر ۵۰ زره روپۍ نرخ ټاکل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، هغه زده کوونکي چې کمې نمرې يې ترلاسه کړې وې، په ښو نمرو بريالۍ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لسم ټولګي د ازموينو په پايلو کې هم زرګونو زده کوونکو ته د ورته نمرو ورکولو په څېر بې نظمۍ په ډاګه شوې وې، چې اسناد يې هم جيو نيوز ترلاسه کړي وو.






