ځانګړې محکمې د عمران خان او شاه محمود پر ضد د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د تورونو لګولو نېټه ټاکلې ده.

باغي ټي وی رپورټ
د اسلام آباد د آفيشل سيکرټري ايکټ خاص عدالت جج ابوالحسنات د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود خلاف اډياله جيل کښې د مقدمې اورېدنه کړې چې پکښې اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار نقوي، وکيل صفيه سلمان صفدر، د ايف آئي اے ټيم او تفتيشي افسران د کاپي سره عدالت ته وړاندې شول۔ د چالان
بلخوا د شاه محمود قرېشي لور او زوی زين قريشي هم اډياله جيل ته رسېدلي دي.
د اورېدنې په مهال د چالان نقلونه په سائیفر کیس کښې وویشل شول.
عدالت د پي ټي آئي چيرمين او شاه محمود قريشي د فرد جرم لګولو نيټه د اکتوبر په 17مه نيټه ټاکلې ده۔
عدالت د مقدمې اورېدنه د اکتوبر تر ۱۷مې نېټې پورې وځنډوله.
د سیفر سره څه معامله ده؟
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په امريکه کښي د پاکستان د سفير د پيغامونو يا سيفرونو په بنياد د خپل حکومت خلاف د سازش کيسه کړي وه چي پکښي عمران خان وئيلي وو چي د ده د حکومت په نسکورولو کښي د امريکي لاس دے. د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کښې د سيفر په اړه د پي ټي آئي حکومت دريځ مسترد کړے شوے دے۔
د دې تر څنګ د عمران خان او د هغه د پخواني سیکرټري اعظم خان د سایفر په اړه یو آډیو لیک هم مخې ته راغلی چې په کې عمران خان ویلي چې اوس موږ ته یوازې لوبه کول دي، د امریکا په نوم نه، بلکې دا لوبه په سر کې ده. چې دا نېټه لا دمخه وه، چې اعظم خان ورته په ځواب کې وويل چې زه فکر کوم چې په دې باب يوه غونډه وشي.
وروسته وفاقي کابينې د دې معاملې تحقيقات ايف آئي اے ته وسپارلو۔
اعظم خان د پي ټي آئي په حکومت کې د هغه وخت د وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري وو او وزيراعظم ته ډېر نزدې ګڼل کېده.
د سيفر په اړه د آئي اېس پي آر پخواني ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار وويل د سيفر د ډرامې کولو کوششونه شوي او د سياسي فائدې ترلاسه کولو په غرض افواهات او غلط خبرونه خپرول شوي دي.






