مایک پمپیو: امریکا نړیوال باور بایلود

مایک پمپیو: امریکا نړیوال باور بایلود
د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا په افغانستان کې ماته وخوړه او په وینا یې چې نړیوال اوس په امریکا باور نلري.
(2021 /8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا ځینو پخوانیو چارواکو ویلي چې دوی افغانستان کې ماته خوړلې او په وینا یې په نړیواله کچه یې اعتماد له لاسه ورکړی دی، تازه د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې امریکا افغانستان کې ماته خوړلې او دې ماتې د امریکا اعتماد په نړیواله کچه ختم کړی دی.
هغه ویلي چې امریکا د اعتبار د لاسته راوړلو په خاطر ډېر څه باید جبران کړي او ډیرې هڅې وکړي تر څو بیرته خپل باور تر لاسه کړي .
تر دې وړاندې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هم ویلي ؤ چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او د دې ماتې لامل یې اشرف غني بللی ؤ.






