د پاکستان د چيف جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ کې سپريم کورټ کې د عمل او پروسيجر ايکټ خلاف د درخواستونو اورېدنه پېل شوې ده.

0
101

باغي ټي وی رپورټ

ستره محکمه د عمل او پروسیجر قانون په وړاندې د غوښتنلیکونو په اړه د بشپړې محکمې اوریدنه کوي.

د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عابد زبيري لخوا دلائل روان دي۔

جسټس اعجازالحسن ريمارکس کې وئيلي دي چې پارليمنټ دقوانينو جوړولو لپاره قانون سازي يا قانون سازي نۀ شي کولى، يواځې سپريم کورټ د موجوده قانون په دائره کې د قواعدو دبدلون اختيار لري.

د پاکستان چيف جسټس وويل چې اساسي قانون وايي سپريم کورټ ته واک لري چې خپل اصول او طرزالعمل پخپله جوړ کړي.

که د وکيلانو دلائل پوره شول نو د مقدمې اورېدنه به نن مکمله شي په داسې حال کې چې چيف جسټس هم نن د مقدمې بشپړولو اشاره کړې ده.

Leave a reply