د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې زياتېدونکي گرانۍ د خلکو له مخونو څخه خوښي ختمه کړې ده، حکمرانان مرتد دي او ټول بوج يې په ولس اچولى دى.

0
160

باغي ټي وی رپورټ

په کراچۍ کې د جماعت اسلامي لخوا د پټرولو او د بجلۍ د نرخونو د زياتېدو او د انفلاسيون په ضد په کراچۍ کې د شوي احتجاجي ناستې په مهال خپله وينا کې نوموړي راتلونکې هفته د پيوستون فلسطين احتجاجي غورځنګ د بيا پيلولو اعلان کړی دی .

د ګورنر هاوس مخې ته د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق وويل چې د فلسطين نننۍ جګړه د دوو دولتونو تر منځ نه بلکې د ظالم او مظلوم تر منځ جګړه ده.

هغه وويل چې نن په پاکستان کې افراطيت د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

غونډې ته په خطاب کې د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان وويل په ټول پاکستان کې په خلکو د بجلۍ بلونه گرځول کيږي او د گرانۍ په اور کې سوځي.

Leave a reply