د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۴۰۰ اوښتی او تر ۹۰۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
باغي ټي وی رپورټ
افغان چارواکو د زلزلې له امله د مړو د شمېر د زیاتېدو وېره څرګنده کړې، په داسې حال کې چې د زلزلې له امله تر ۱۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د افغان چارواکو په وینا په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۶.۳ ثبت شوی، چې بنسټیزو ودانیو ته یې سخت زیان اړولی، په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم د زلزلې وروسته ټکانونه احساس شوي دي.
د حکومت مرستيال وياند وويل، چې له بده مرغه په زلزله کې د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه ده او د زلزلې له امله د هرات ښاريان په ويره کې دي.
بل خوا د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ملا جانان سعید تر خاورو لاندې د لا زیاتو کسانو د وژل کېدو وېره څرګنده کړې ده.
د دې تر څنګ د امريکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېديځ کې ٤٠ کيلومتره و، په داسې حال کې چې له زلزلې وروسته ٨ زورورې وروسته ټکانونه شوي، چې شدت يې هم احساس شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په جون مياشت کې د افغانستان په ختيځ کې يوه زلزله ثبت شوې وه، چې په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې وه، چې په ترڅ کې يې تر زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ١٥٠٠ نور ټپيان شوي وو.