د افغانستان په هرات ولایت کې پرون یوه سخته زلزله وشوه چې له امله یې تر سلو زیات کسان ووژل شول.

0
207

باغي ټي وی رپورټ

د افغان چارواکو په وینا په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د زلزلې شدت ۶.۳ ثبت شوی، چې بنسټیزو ودانیو ته یې سخت زیان اړولی، په بادغیس او فراه ولایتونو کې هم د زلزلې وروسته ټکانونه احساس شوي دي.

افغان چارواکو ویلي، چې د زلزلې له امله ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي دا هم وايي، چې د زلزلې له امله د زنده جان او غوريان ولسواليو ١٢ کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

بل خوا د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند ملا جانان سعید تر خاورو لاندې د لا زیاتو کسانو د وژل کېدو وېره څرګنده کړې ده.

د دې تر څنګ د امریکا د سیسمولوژیکي مرکز د معلوماتو له مخې د زلزلې مرکز د هرات په شمال لوېدیځ کې ۴۰ کیلومتره و، چې وروسته درې زلزلې د ریښتر په کچه ۶،۳، ۵.۹ او ۵.۵ درجې احساس شوې.

د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په جون مياشت کې هم د افغانستان په ختيځ کې يوه زلزله ثبت شوې وه، چې په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې وه، چې په ترڅ کې يې تر ١٠٠٠ ډېر کسان مړه او شاوخوا ١٥٠٠ نور ټپيان شوي وو. ټپیان شول.

Leave a reply