ولسمشر عارف علوي په فلسطين او اسرائيلو کې د تاوتريخوالي په زياتېدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د وينې تويېدنې او د انساني ژوند د لا زياتې زيان د مخنيوي لپاره بايد له زغم څخه کار واخيستل شي.

باغي ټي وی رپورټ
هغه وويل چې حالات د سمدستي اوربند غوښتنه کوي، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړه به د خلکو کړاوونه نور هم زيات کړي.
ولسمشر عارف علوي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د جګړې د ښکېلو خواوو د مخنیوي لپاره خپل رول ولوبوي، نړیواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د اوږدې جګړې د هواري لپاره کار وکړي.
له بلې خوا د پاکستان د پیپلز ګوند مشرتابه هم د فلسطین له ولس سره د بشپړ پیوستون اعلان کړی دی.
پخواني ولسمشر اصف زرداري د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د وروستيو تاوتريخوالي په اړه وويل، چې د فلسطين ولس له ډېرې مودې راهيسې له ظلم او وحشت سره مخ دی، نړۍ بايد د فلسطيني ولس په ملاتړ غږ پورته کړي.
پخوانۍ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د پاکستان خلک تل د فلسطينيانو سره دي، مونږ د فلسطيني ولس سره د پيوستون څرګندولو ته تيار يو او هر څه چې کولائ شو هغه وکړو.
له دې وړاندې سرپرست وزيراعظم انوار الحق کاکړ وويل چې په مينځني ختيځ کې په زياتېدونکي تاوتريخوالي زړه مات شوى دى اؤ زياته کړې يې ده چې وروستي پيښې دفلسطين دمسئلې دحل کولو په بيړنۍ اړتيا ټينګار کوي.
هغه وویل چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله د دوه دولتونو په حل کې نغښتې ده، چې د ۱۹۶۷ کال تر سرحدونو لاندې د فلسطین یو باثباته، خپلواک دولت او د قدس شریف په زړه کې د فلسطین دولت دی.
د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو او او آئي سي قراردادونو سره سم د فلسطين مسئلې په منصفانه حل كولو ټينګار كوي۔
د يادونې وړ ده، چې د شنبې په سهار له غزې څخه پر اسراييلو ۷۰۰۰ توغندي وتوغول شول، چې وروسته د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ جګړه پيل شوه، د فلسطين د مقاومت غورځنګ حماس له لوري په بريدونو کې د صهيونېسټ پوځيانو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر اسرائيليان ووژل شول. اسراییل د ځمکې، سمندر او هوا له لارې وژل شوي، په سلګونو ټپیان او لسګونه یرغمل شوي.






