د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چین کې د کې همالیا فورم غونډې څنډو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چین کې د کې همالیا فورم غونډې څنډو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
07 اکتوبر شنبه 2023
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير او مل پلاوي د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې په څنډه کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.
دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان مهاجرينو پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزير پاکستاني لوري ته په ډاګه کړه چې منفي رسنيزې څرګندونې، د ترانزټ او تګ راتګ په وړاندي ستونزي پیدا کول او د افغان کډوالو ځورول پر دوو اړخيزو اړيکو او دواړو هیوادو پر اقتصادي وضعیت اغېز پرېباسي. نوموړي زیاته کړه چي دا ډول پریکړي او اقدامات باید په ژور فکر او سړه سینه وشي.
اړوند موضوعات
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټرانس همالیا فورم غونډې په څنډو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
پاکستاني لوري ټينګار وکړ چې د اختلاف وړ مسايل د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.