اسلامي امارت د فلسطیني مسلمانانو له مبارزې خپل ملاتړ اعلان کړی او د دوی مبارزه یې مشروع حق ګڼلی دی.

0
229

اسلامي امارت د فلسطیني مسلمانانو له مبارزې خپل ملاتړ اعلان کړی او د دوی مبارزه یې مشروع حق ګڼلی دی.

07 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلی چې د غزې تړانګه کې وروستنۍ پېښې په پوره دقت تر څار لاندې نيولي، او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو پایمالېدل او د مسلمانانو د مقدسو ځاینونو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي.

 

خبر زیاتوي چې د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق ويني.

 

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د فلسطین په جنین ښار کې د اسرائیلي عسکرو ظلم او د فلسطیني مسلمانانو وژل په کلکه غندلي.

 

 

اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کړی، چې د اسرائیلي اشغالګرو د ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د خشونت مخه ونیسي، او د فلسطين د قضیې د حل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.

Leave a reply