`خيبر; جمرود کښې د فاټا انضمام ضد تحريکونو لويه جرګي د فاټا انضمام په مکمله توګه مسترد کړے دے او د 25م آئيني ترميم ختمولو او چيف جسټس آف پاکستان نه ئي د فاټا انضمام ضد مقدمې زر سماعت کولو غوښتنه کړي ده۔
باغي ټي وی رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د خېبر ضلعې تحصيل جمرود شاه کس کښې د فاټا قامي جرګې مشر ملک بسم الله خان آفريدي په حجره کښې لويه جرګه تابیا شوې وه چې پکښې د فاټا انضمام مخالف تحريک نمائندګانو او قبائلي مشرانو ګډون اوکړو۔ د اختلافاتو ختمولو په مهال د فاټا انضمام په ضد له يو پلیټ فارم څخه د تحریک شروع کولو اعلان اوکړو، په دې لړ کښې یوه کمېټۍ هم جوړه کړې شوه.
لویې جرګې سره ملک بسم الله خان آفریدی، پخوانی وفاقی وزیر حمیدالله جان آفریدی، ملک محمد حسین آفریدی، ملک خان مرجان وزیر، سعید الله، هاشم خان، محمد عیسی، ملک وارث خان او نورو مشرانو اوويل چې د فاټا انضمام په وخت مونږ سره کومې وعدې شوې وې هغه پوره نه کړې شوې چې له وجې ئي قبائلي اولس مايوسه شوے دے او د جلا سيکرټريټ جوړولو اعلان اوکړے شو کوم چې هرکلے دے ولي اوسني او پخواني حکومتونه په دې اړه خفه دي۔ یو جلا سیکریټریټ جوړ کړو نو مونږ غوښتنه کوو چې د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره دې یو جلا سیکریټریټ جوړ شي.
د قبايلي مشرانو وينا وه چې د فاټا انضمام او د 25م آئيني ترميم په ضد په 2019م کال کې د پاکستان په سپريم کورټ کې مقدمه درج شوې وه، قبائيلي مشرانو د اوسني نوي چيف جسټس قاضي
فائز عيسى نه غوښتنه وکړه چې د فاټا د انضمام په منلو سره دې قبائيلي اولس ته انصاف ورکړي.
د فاټا انضمام قضیه دې ژر تر ژره واورول شي، د قبایلي مشرانو په خبره د فاټا د انضمام په اړه دې مخکې هم قبایلي خلک وو، اوس یې ضد دي او تر هغې به یې پر ضد مبارزه روانه وي، چې ترڅو ی د ضم کیدلو پریکړه دوی واپس وا نه خلي. دوه یا درې منتخب نمائندګانو د قبائلي اولس سره خیانت کړی او فاټا سره یې ډیر لوی خیانت کړی دی چې دا سیمې ی په صوبه کښې ورګډې کړي دي.