د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره کتلي.

0
210

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره کتلي.

07 اکتوبر شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي، سره وليدل.

په ناستې کې د سيمه ييزې همغږۍ، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور د احيا پر لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

 

خبر زیاتوي چې آغلې روزا اتونباييفا ملګرو ملتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دوی هڅه کوي چې د غذايي امنيت تر څنګ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د معتادينو د درملنې، او مشروع کښتونو د ترويج په برخې کې د نړيوالو مرستې را جلب کړي.

 

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، شير محمد عباس ستانکزي، وويل چې په ځينو برخو کې د نظر له توپير سره، سره د دې اړتيا ده چې په اتفاقي موضوعاتو کې ګډ کار وشي او افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي.

اړوند موضوعات

پاکستان اظهارات آخیر عباس ستانکزی را رد کرده اند 

 

 

نوموړي همداراز وويل چې بشري چارې بايد له سياست څخه جلا وساتل شي او اجازه ور نه کړل شي چې سياسي توپيرونه د بشري مرستو، مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، ماين پاکۍ او نورو برخو کې د تعامل پر وړاندې خنډ واقع شي.

Leave a reply