تيره شپه نامعلومه کسانو د باړه تحصيل باړه کښي سپاه ډوره سیمه کښې تعميراتي مشينري ته اور ورته کړے دے۔
باغي ټي وی رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د چارسدې تعلق باړه تحصيل سپاه ډوره پوسټ سره نزدې د شاه فيصل په نوم د يو کنټريکټر په ودانئ کښي نامعلومه کسانو د تعميراتي مشينري ته اور اچولے دے۔
ډي پي او خيبر سليم عباس کلاچي وينا ده چي پيښي نه پس پوليس ځائي ته رسيدلي دي۔ د پيښي له ځايه د شواهدو په راغونډولو سره پلټنه روانه ده او د ککړو کسانو خلاف به سخته کاروائي کيږي۔ هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د سیمې سوله ګډوډ کړي.