اېډمرل نوید اشرف د پاکستان د سمندري ځواکونو د ۲۳م مشر په توګه کمانډ په غاړه واخیست.

باغي ټي وی رپورټ
د پاك بحريه د كمانډ بدلولو دستوره په پي اين ايس ظفر اسلام آباد كښې وشوه چې د پاك بحريه مشر اېډمرل رټائرډ محمد امجد خان نيازي نوي اېډمرل نويد اشرف ته د پاك بحريه كمانډ وركړو۔
ايډمرل محمد امجد خان نيازي د غونډې برخوالو ته په خطاب کې وويل چې د پاکستان د سمندري ځواکونو کمانډ کول زما لپاره د ډېر وياړ خبره ده.
هغه وویل چې مصنوعي هوښیارتیا به په راتلونکي کې په ژوند کې ژوره اغیزه ولري، دا زموږ لپاره اړینه ده چې د راتلونکي ننګونو سره د مقابلې پرمهال خپل ظرفیت لوړ کړو.
د پاك بحريه مشر ووئيل پاكستان په ګډو هلو ځلو او همكارۍ باور لري، بلو اکانومي د هر هېواد لپاره ډېره مهمه ده۔




