پیښور کښې د نشه یی توکو خرڅولو او جوړولو واله نیول شوي
باغي ټي وي رپورټ
د پيښور کیپیټل پولیس د ټولنیزو رسنیو په پانړه خبر خپور شوې چې د آیس نشه یی توکي د افغانستان څخه تر قاچاق وروسته د پیښور په حیات اباد کښې په یوه کور کې پټ ایښودل شوي وو، د پيښور پولیس مشر سي سي پي او عباس خان ویلي دي چې د نشه یی توکو په ضد او د نشه یی توکو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخستل کیږي او په لنډه موده کښې د آیس او د هیروینو جوړولو واله یو شمیر فابریکې هم تړل شوي دي.
د پیښور کیپیټل پولیس په ټولنیزو رسنیو پانړه یو خبر خپور شوې دې، په خبر کښې وایی چې د پيښور پولیسو د آیس نشه یی توکو سمګلران نیولي دي، د پولیس دا کاروایی په بیله بیلو سیمو کښې شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو رپورټ کښې وایی چې دا د صوبې په تاریخ کې د آیس نشه په ضد تر ټولو لوی عملیات شوي دي او د افغانستان یو اوسیدونکي سمګلر په شمول پینځه خطرناک قاچاق وړونکي هم پولیس نیولي دي.
د رپورټ مطابق په دې تورنو کسانو کښې دوه د ګاونډي هیواد افغانستان او درې نور د بلوچستان د کوټې اوسېدونکي دي، د نيول شوي ملزمانو نه 80 کلو نه زيات چرس هم برآمد شوي دي، رپورټ زیاتوي چې ددې کسانو نه ډیجیټل ترازو او د آیس او نور نشه یی توکو کښې کارول شوي دوه موټرو په شمول نور توکي هم ترلاسه شوي دي.