د اسلام اباد هائي کورټ د سېفري مقدمې په جېل کښې د مقدمې اورېدنې او د مقدمې د جج د تقررۍ په اړه د پاکستان تحريک انصاف په درخواست باندې په دوو نه تر دريو ورځو کښې د فيصلې د اورولو اشاره کړې ده.

0
94

باغي ټي وی رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د پي ټي آئي چيئرمېن د بيلا بيلو درخواستونو اورېدنه کړې ده چې په اړه يې ژر پرېکړه کړې ده.

د پي ټي آئي لخوا وکيل شېر افضل مروت وړاندې شو او وې وئيل چې د جيل مقدمې اورېدنه پېل شوې ده خو زمونږ په درخواست باندې کومه فيصله نه ده راغلې، د سېفرې مقدمې اورېدنه د ګل په ورځ بيا ټاکل شوې ده۔

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس وايي د جيل مقدمې او ججانو تقررۍ په ضد د پي ټي آئي په درخواست فيصله لا دمخه محفوظه ده، تر دوشنبې پورې نه ده خو کوشش به کوي چې په دوه درې ورځو کښې فيصله ورکړي.

جسټس عامر فاروق وويل زه به دا کار په چټکۍ سره وکړم، د دوشنبې په ورځ نه بلکې په دوه درې ورځو کې به فيصله وکړم.

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس وکيل شېر افضل مروت سره د خبرو په مهال يوه خبره اوکړه چې آيا تاسو د اډياله جيل په منتقلولو اعتراض لرئ؟ ستا خپله درخواست د اټیک نه اډیاله جېل ته د منتقلولو غوښتنه وه او منظوره شوې وه نو بیا ولې په مطبوعاتو کې ستا په اړه دومره خبرې کیږي؟

شېر افضل مروت وکيل وويل چې زموږ لخوا په رسمي ډول داسې کوم بيان نه دی ورکړل شوی چې په اړه يې د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس وويل هغه حيران دی چې ستا درخواست منظور شو نو بيا ولې داسې کوې؟

وکيل شېر افضل مروت وويل مونږ ته پته وه چې په اډياله جيل کې به بي کلاس ورکول کيږي خو دا نۀ ده ورکړل شوې چې په دې اړه جسټس عامر فاروق وويل چې دلته به بي کلاس ورکول کيږي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د عمران خان وکيل لخوا د پي ټي آئي چيرمين سنز سره ټيلي فوني ملاقات لپاره درخواست جمع کړے شوے وو چي پکښي وئيلي شوي وو چي د شير افضل مروت له اٹک څخه اډياله جيل ته منتقل کولو په اړه څه قسمه مشوره نه ده شوي، عمران خان باید له اٹک جېل نه اډیاله جېل ته نه وای لېږدول شوی.

Leave a reply