د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، د غیر قانوني اوسېدونکو نیول او له هېواده ایستل به یقیني شي.

باغي ټي وی رپورټ
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مرتضی سولنګي په یوه بیان کې ویلي، چې د غیر قانوني او بهرنیو اتباعو ایستلو ته یوازې ۲۵ ورځې پاتې دي، غیر قانوني اوسیدونکي بهرنیان باید د اکتوبر تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي.
هغه وويل، چې دوى به د ناقانونه اوسېدونکو د نيولو او شړلو ډاډ ورکړي.
ياده دې وي چې حکومت په پاکستان کې په غيرقانوني توګه د مېشتو ټولو بهرنيانو د ويستلو وروستۍ پرېکړه کړې ده، چې له مخې يې حکومت ورته د اکتوبر تر ٣١مې نېټې ضرب الاجل ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د ويستلو لړۍ هم پيل شوې، چې تر څنګ يې په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو ناقانونه افغان مېشتو سيمو د له منځه وړلو لړۍ هم روانه ده.






