په راني پور کې د پیر په کور کې د یوې ځوانې میرمنې فاطمې د وژل کیدو په قضیه کې چې د شکنجې له امله یې د پیر په کور کې کار کاوه، د کورنۍ وکیلانو ویلي چې پر فاطمې د جنسي تیري پخلی شوی خو دا جنسي تیری چا کړی؟ دا د ټاکلو لپاره پاتې دي.
باغي ټي وی رپورټ
د ترهگرۍ ضد عدالت کې د فاطمې د خپلوانو وکيلانو ويلي چې د ٢٢ تورنو کسانو نمونې اخستل شوي او ليبارټري ټسټ لپاره لېږل شوي دي، اوس يواځې د لاهور رپورټ ته انتظار دی.
د وژل شوې فاطمې وکيلانو محکمې ته وويل، چې د وژل شوې نجلۍ له مړينې وروسته يې جامې بدلې شوې وې، چې په اړه يې محکمې حکم صادر کړ، چې هغه جامې چې په کومو کې يې نجلۍ مړه شوې ده، بېرته راګرځول شي.
د اورېدنې په موقع عدالت د پير اسد شاه مېرمن او ملزمه حنا شاه په 14 ورځو ريمانډ جېل ته ولېږل۔