د مسلم ليګ ن د پخواني وزيراعظم شهباز شريف د ګاډي د دريدو او د تيري ورځي د نعري وهلو په پيښه ردعمل
باغي ټي وی رپورټ
د سرچينو ترمخه شهباز شريف تيره ورځ دخپلې حلقې اين اے 132 په دوره روان ؤ کله چې دهغه گاډى پرانه کهنه ته ورسيدو نو خلکو غوښتل چې ده ته دحالاتو په اړه معلومات ورکړي، په دغه موقع يو شمير خلکو نعرې وهلې اؤ غصه يې څرگنده کړې وه اؤ گاډى يې په نخښه کړى ؤ.
دسرچينو ترمخه دسيمې خلکو غوښتنه کوله چې روهي ناله پچه او سوئي اسل ته غځېدلې سړک دې بحال کړل شي.
د ځايي خلکو وينا ده چې د روهي نهر له وجې د کارخانو د کيمياوي ککړو اوبو د زمکې لاندې د اوبو سطحه خرابه شوې ده، د شهبازشريف له راتګ وروسته د سيمې اوسېدونکو هلته احتجاجي کېمپ هم لګولی وو.
د پيښي په اړه د مسلم ليګ نون وياندې مريم اورنګزيب وئيلي دي چي د سيمي خلق غواړي چي د دوي ستونزي هواري کړي۔
هغه زياته کړه چې دا غوښتنه د ځايي خلکو څخه شوې ده، د سيمې خلکو هم له شهباز شريف سره ليدلي او هغوى پرې راضي شوي دي.