په سندهـ کې د سپيشل اپیکس کميټۍ مهمه غونډه سبا رابللې شوې ده.

0
182

باغي ټي وی رپورټ

د سپيشل اپیکس کميټۍ غونډه به د سندهـ نګران وزيراعلي مقبول باقر په مشرۍ کې کيږي چې پکې به د پوځي قيادت په شمول مهم وفاقي، صوبائي وزيران او د نورو ادارو مشران ګډون کوي ​​او د هنډي او کراچۍ د پرمختيائي پروژو د پرمختګ جاج به اخلي. .

د زرائعو له مخې په غونډه كښې به په نېشنل ايكشن پلان عمل درآمد او په سندھ كښې د سي ټي ډي فورس د پرمختگ جاج اخستلې شي او د مدرسو ريګولرائزيشن او رجسټرېشن په اړه به بريفنګ وركړې شي۔

په غونډه كښې به په خاصه غونډه كښې د ډالرو د قاچاق، د اسعارو د غيرقانوني تجارت، ذخيره كولو او سمگلنګ په ضد د كاروائۍ نه علاوه د افغانانو پشمول په غير قانوني توګه د مېشتو خارجي وګړو د شړلو په اړه د اقداماتو جاج اخستلې شي۔

په غونډه كښې به د كراچۍ د بدلون د پروژو په بشپړېدو، د روانو پروژو په پرمختګ او د فنډز په چارو خبرې كولې شي۔

دې نه علاوه به سنده کښې د انرجي، منرالونو او آئي ټي سکټور کښې د سرمايه کارۍ نوښت او ګرين انيشيټيو لاندې سنده کښې د زمکو موجودې او د زرعي چارو په لړ کښې پاتې قانوني مسلو ته هم کتنه کوې۔

Leave a reply