لاهور هائي کورټ د شکرې نرخ مقررولو په اړه د مقدمې محفوظ فيصله کړې ده۔

0
103

باغي ټي وی رپورټ

د لاهور هائي کورټ د جسټس شاهد کريم په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د بورې نرخ مقررولو په اړه دائر درخواست باندې د مقدمې فيصله کړې ده۔

عدالت د بورې نرخ مقررولو په اړه د وفاقي سيکرټري کنټرولر جنرل نوټيفيکيشن کالعدم ګرځولې او حکم ئي ورکړے چې پنجاب حکومت دې په صوبه کښې د بورې نرخ مقرر کړي.

عدالتي فيصله کښي وئيلي دي چي د پرائس ايکټ 1977ء د پنجاب تر حده کالعدم ګرځولي شوي، تفصيلي فيصله به وروسته جاري کړے شي۔

ياده دې وي چې د شوګر ملونو مالکانو د وفاقي حکومت لخوا د شوګر نرخ ټاکلو اقدام چيلنج کړی وو چې په اړه يې لاهور هائي کورټ د شوګر نرخونو په اړه جاري نوټيفيکيشن معطل کړی وو.

Leave a reply