اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان جيل کښې د حفاظت په اړه د بشرا بي بي درخواست باندې نوټس جاري کړے دے۔
باغي ټي وی رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د ميرمن بشرا بي بي لخوا په جيل کې د خپل خاوند د تحفظ او تحفظ لپاره د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د بشرا بي بي په استازيتوب لطيف کهوسه عدالت ته حاضر شو.
لطيف کهوسه دليل ورکړو چې د پي ټي ائي چيئرمېن ته دې د کور پخولو اجازت ورکړے شي، په کومه حجره کښې چې هغه ساتلې شو، هلته په سختۍ سره لمونځ نه کيږي.
ده ووئيل زمونږ تاريخ وئيلي دي چې هر څوك چې صدر يا وزيراعظم شي بيا د اډياله او اټك جيل مېلمه شي۔
د لطیف کهوسه په استدلال چیف جسټس وویل چې زه به د دائرې او عدالت په بنیاد چې څه کولی شي حکم ورکوم.
ورسته عدالت فریقینو ته نوټس جاري کړے او سماعت ئې راتلونکې هفتې پورې ځنډولې دې.