د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر ویلي، نواز شریف باید په اصولي توګه هېواد ته راستون شي او زندان ته ولاړ شي.

0
46

باغي ټي وي رپورټ

اسد عمر زیاته کړه چې نواز شریف باید ډېر مخکې راغلی وای خو شکر دی چې درې کاله وروسته یې دوا ترلاسه کړه.

ده ووئيل پاکستان تحريك انصاف به په راتلونكو عامو ټاكنو كښې پوره برخه اخلي۔

ياده دې وي چې د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د جناح هاؤس د سوځولو د مقدمې اورېدنه کړې وه چې پکې اسد عمر، عليما او عظمي خان عدالت ته وړاندې شول.

د اوريدنې په مهال تحقيقاتي افسر عدالت ته وويل چې په جناح هاوس بريد کې ملزمان مجرم ثابت شوي دي او جے آئي ټي دريوؤ ملزمانو ته بي جرمه اعلان کړي دي.

تحقيقاتي افسر وويل مونږ ته يو شمير شاهدان او دهغوي بيانونه دي چې دجنايت په ځاي کې ددريوؤ کسانو موجوديت ثابت شوى دى نو ددريوؤ نيول پکار دي.

د تحقیقاتي افسر د بیان په اړه د ملزم وکیل وویل چې بیان دې مونږ ته وښودل شي چې په دې اړه تفتیشي افسر وویل مونږ تیار یو چې بیان څرګند کړو.

وروسته عدالت د اسد عمر، عليما او عظمي خان د نيولو لپاره د پوليسو غوښتنه رد کړه او د درې واړو په عبوري ضمانت کې يې د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې پورې وغځوله.

Leave a reply