افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو او معلولینو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو او معلولینو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
05 اکتوبر پنجشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۵۰۰ بېوزلو، معلولینو او اړمنو کورنیو سره د یادې ټولنې له لوري تیره ورځ د ربیع الاول پر ۱۸مه ۳۱ ټنه خوراکي توکي وویشل شول.
یاده مرسته چې د ملک سلمان مرستندوی بنسټ له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کيلو اوړه، ۵ کيلو وريژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبيا، ۵ کيلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپل ولایت کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
یاده دې وي چې تېره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په مرکز کې ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۶۲ ټنه مرسته ویشل شوې وه.