د سند هائي کورټ د ښار په عامه پارکونو او د لوبو میدانونو کې د ننوتلو او پارکینګ فیسونو په اخیستلو خپله ناراضي څرګنده کړې.

0
190

باغي ټي وي رپورټ

په سندهـ هائي کورټ کښې په کراچۍ کښې په عامه پارکونو او د لوبو ميدانونو کښې د داخلې او پارکنګ فيس جمع کولو په ضد د درخواست اورېدنه وشوه۔

د اورېدنې په مهال قائم مقام چيف جسټس عرفان سعادت وويل د ښار حکومتي ادارو هر څوک مصروف ساتلي دي، په عامه پارکونو او د لوبو ميدانونو کې به د تجارتي کارونو اجازه نه ورکوو.

اورېدنه کښې د درخواست کونکي وکيل عدالت ته اوويل چې سپريم کورټ په عامه پارکونو او د لوبو ميدانونو کښې د داخلې فيس ختمولو حکم ورکړے وو په کوم باندې چې عدالت د KMC، ډي ايم سيز او نورو ادارو لخوا د پارکونو او لوبو ميدانونو تفصيلات طلب کړي وو۔ .

محکمې ویلي که عامه پارکونه چا ته په اجاره ورکړل شوي وي نوملړ دې هم وړاندې کړي.

بلخوا د KMC وکيل عدالت ته وويل چې KMC په هيڅ ګټه نه تاوان باندې کار کوي، مونږ په پارکونو کې د داخلې فيس معطل کړی دی.

Leave a reply