کابل ښاروالۍ د لارو پاکول پیل کړي دي

0
120

کابل ولایت ښاروالۍ د لارو پاکول پیل کړی دي

کابل ښارولۍ تېره ورځ د هغو سیمټي دېوالونه او خښتو لرې کول پیل کړي چې کابل ښار کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي ؤ.

 

(2021 / 8/ 22  نېټه باغي ټلویزیون)

تېره ورځ کابل ښاروالۍ د هغو دیوالونو او سیمټي خښتو په لرې کولو پیل کړی چې یو شمیر دولتي ودانیو او یا زورمندانو د خپل امنیت خوندي ساتلو په موخه ایښي ؤ، یادو دیوالو او خښتو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ؤ او د موټرو د بندیدو سبب شوي ؤ.

د کابل ښاریان د کابل ښاروالۍ دغه اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې په دې سره به د کابل ښاریانو ستونزې کمې او ښاري ګڼه ګوڼه به ورکه شي.

 د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د ننګرهار ولایت ښاروالۍ هم په ورته اقدام کې د جلال اباد ښار بندې لارې پرانستلې.

 

Leave a reply