د پي ټي آئي د چيئرمېن عمران خان او شاه محمود قريشي خلاف د ريفرنس څلورمه اوريدنه د راولپنډۍ په اډياله جيل کښې د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندې قائمه شوې عدالت کښې او اولنې سماعت اډياله جيل کښې اوشوه۔

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د آفيشل سيکريټ ايکټ کيس سماعت د اسپيشل سيکريټ کورټ جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنين اوکړو۔
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان او د پي ټي آئي وائس چيرمين شاه محمود قريشي وکيلان اډياله جيل کښي پيش شول او د ايف آئي اے ټيم او اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار عباسي هم د سماعت لپاره اډياله جيل کښي عدالت ته وړاندي شول۔
د سيفرې مقدمې اورېدو لپاره د اډياله جيل بهر اضافي پوليس ګمارل شوي وو او يوازې 12 وکيلانو ته اډياله جيل ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې وه.
د اوريدنې په مهال د پي ټي آئي وکيلانو اعتراض اوکړو چې مونږ د سيفرېټ کيس کښې د انټي کيمرې اورېدنې فيصله اسلام آباد هائي کورټ کښې چيلنج کړې ده نو تر څو چې د اسلام آباد هائي کورټ فيصله نه وي راغلې مونږ به د ايف آئي اے نه نقلونه ترلاسه کوو۔ چالان. به یې نه کوي.
عدالت په اډياله جيل کښې د آفيشل سيکريټ ايکټ خلاف ورزي په اړه د مقدمې اورېدنه تر 9 اکتوبر پورې ځنډولې ده۔
د آفيشل سيکريټ ايکټ خاص عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د مقدمې اورېدنې وروستو اډياله جيل پرېښودو.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې هم په اٹک جيل کې د سيفران د مقدمې درې اورېدنې شوي دي، ايف آئي اے د سيفران مقدمې چالان د آفيشل سيکرټ ايکټ عدالت ته جمع کړې دې او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او وائس چيئرمين شاه محمود قرېشي په دغه مقدمه کښې د سيفران د مقدمې چلن جمع کړے دے۔ دوی د اکتوبر تر میاشتې پورې په قضايي ریمانډ کې دي.






