د سند هائي کورټ نن پوليسو ته امر کړی چې د پي ټي آئي د مشر عثمان ډار د ورکېدو مقدمه درج کړي.

0
82

باغي ټي وي رپورټ

د سندهـ هائي کورټ جسټس نعمت الله فالپوټو د پي ټي آئي د مشر عثمان ډار د ورکېدو په اړه د درخواست اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې بيرسټر علي طاهر وويل چې عدالت په تېره اورېدنه کې د عثمان ډار د لادرکه کېدو مقدمه درج کولو حکم کړی و.

د وکيل په بيان د غصې څرګندولو سره عدالت پوښتنه وکړه چې د عثمان ډار د ورکېدو مقدمه ولې نه ده درج شوې؟

محکمې ویلي چې پولیس باید نن د عثمان ډار د ورکیدو مقدمه درج کړي.

عدالت پولیسو ته امر کړی چې قضیه درج کړي او د اکتوبر په 18 نیټه راپور وړاندې کړي او د اکتوبر په 18 نیټه یې د سند د کورنیو چارو سیکرټري څخه لیکلي ځواب وغوښتل.

Leave a reply