د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ۲۲۰ کسان او د بشري حقونو ۲۵ نور سازمانونه له ګواښونو او غچ اخیستنې سره مخامخ دي.
باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کې دبشري حقونو په اړه دملگرو ملتونو رپورټ جنيوا کې سيکرټري جنرل انتونيو گوتريس وړاندې کړى ؤ.
په پاکستان کې د بشري حقونو له کارکونکو سره د حکومت د چلند په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې د بشري حقونو کارکونکي د حکومت له خوا په نښه کیږي، په پاکستان کې دولتي او غیر دولتي فعالان د بشري حقونو کارکونکي ګواښي.
راپور ادعا کوي چې په پاکستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې پر فعالانو څارنه زیاته شوې او یو شمېر فعالان مجازات شوي دي.
راپور د می 2022 څخه تر 30 اپریل 2023 پورې پیښې پوښي.
بل خوا د بلوچستان حکومت ویاند جان اڅکزی د دې راپور په اړه وايي چې د بشري حقونو فعالان او نړیوال غیر دولتي سازمانونه په پاکستان کې بشپړه ازادي لري.
ده ووئيل په نړۍ كښې هر حكومت خپل پروتوكول او طرزالعمل لري، نړيوال تنظيمونه په قانوني توګه د حكومتي پروټوكولونو پابند دي، پاكستان په دې معامله كښې د ځينو لويديځو هېوادونو په پرتله زياته ازادي لري۔