د سيکرټ ايکټ خاص عدالت د سيفريټ کيس کښې عمران خان او شاه محمود ته د حاضريدو حکم ورکړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد د سيفريټ ايکټ خاص عدالت جج ابوالحسنات د سيفر د مقدمې اورېدنه وکړه چې په مهال يې د پي ټي ائي وکيل د سيفر د مقدمې د کاپي ورکولو غوښتنه وکړه چې عدالت يې ومنله.
قاضي وويل چې تورنو ته د نوټس جاري کولو لپاره د شاهدانو بيانونه کافي دي، د پي ټي ائي چئیرمين عمران خان او شاه محمود اډياله په اډياله جيل کې بنديان دي، دواړه ملزمان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.
د آفيشل سيکريټ ايکټ عدالت د اډياله جيل سپرنټنډنټ ته د اکتوبر په څلورمه نيټه نوټس جاري کړے دے۔
وروسته د عدالت عملې وکيل خالد يوسف ته وويل چې يوه ورځ به د سيفرکيس کاپي ورکول پکار وي، د چالان کاپي به بله ورځ وړاندې کوي.
د عدالت عملې وکيل ته وئيلي چې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان او شاه محمود قريشي ته نوټس جاري کړے شوي دي۔
عمران خان او شاه محمود د سېفري مقدمې په چالان کې مجرم ثابت شوي دي
ياده دي وي چي وفاقي تحقيقاتي اداري ايف آئي اے د عمران خان او شاه محمود په ضد عدالت کښي چالان جمع کړے دے۔
ايف آئي اے د آفيشل سيکريټ ايکټ عدالت کښې د سيفران کيس چالان جمع کړے دے په کوم کښې چې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او وائس چيئرمين شاه محمود قريشي مجرم ګرځول شوي دي۔
ايف آئي اے په چالان کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان او شاه محمود قريشي محاکمه کولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده۔