باغي ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس صداقت علي خان د پخواني داخله وزير شېخ رشيد د نظربندۍ په ضد دائر درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې آر پي او راولپنډۍ سيد خرم علي عدالت ته حاضر شو.
عدالت د آر پي او نه پوښتنه وکړه چې شيخ رشيد او ورسره دوه نور کسان چرته دي، تاسو يې وليکئ او عدالت ته به يې ورکوئ يا به شيخ رشيد وړاندې کوئ؟ د عدالت په درخواست آر پي او عدالت نه د نورو پنځلس ورځو مهلت وغوښته۔
په دې اړه عدالت وويل چې ۱۵ ورځې ډېرې دي، دا کومه معمولي مقدمه نه ده، دوه ورځې به هم ډېرې شي.
جسټس صداقت علي وويل د درخواست کوونکي سردار عبدالرازق په درخواست د ٧ ورځو نور مهلت ورکوم، که شيخ رشيد په يوه هفته کې حاضر نه شو نو عدالت به د ايف آئي آر حکم وکړي.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د يوې اوونۍ لپاره وځنډوله.










Leave a Reply