د امریکا دفاع وزیر: افغان دولت په جګړه ټینګار کاوۀ
د امریکا دفاع وزیر: افغان دولت په جګړه ټینګار کاوۀ
د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ آسټین په یوه مرکه کې ویلي افغان حکومت پر جګړه ټینګار کاوه.
(2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزون)
د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ آسټین په یوه مرکه کې ویلي افغان حکومت پر جګړه ټینګار کاوه، نو ټولو اړخونو دا فکر کاوه چې ښايي جګړه خورا اوږده شي او افغانستان له یوه بحران سره مخ شي. دده په وینا هېچا دا فکر نه کاوه چې طالبان به په یوولسو ورځو کې وکړی شي چې د افغانستان ډېرې برخې او ان پلازمینه ونیسي. هغه زیاته کړې چې ټولو اړخونو د افغان پوځ پر وړتیاوو او امکاناتو باور درلود خو د افغان چارواکو کمزوري مدیریت او پر جګړو ټینګار دا هر څه ګډوډ کړل.