ښاریانو پرون د سرپرست حکومت له خوا د نفتي توکو د بیو کمول کافي نه وبلل.
باغي ټي وي رپورټ
نگران وفاقي حکومت د پټرول په نرخ کښي اته روپئ کمي کړي دي چي له وجي ئي خلق ناراضه دي۔
عامو خلکو د پټرولو په نرخونو کې د نور کمولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پټرولو په نرخ کې د 26 روپو د زیاتوالي وروسته د 8 روپو کمولو هیڅ معنی نشته، دا به د پطرولو په نرخ کې کمی نه راولي.
د في ليټر 8 روپو کميدو وروستو د پټرول نوې قيمت 323 روپۍ 38 پيسې في ليټر او د ډيزلو په نرخ کښې به هم 11 روپۍ في ليټر کمې شوې دې له دې وروستو د پټرولو نوې نرخ 318 روپۍ 18 روپۍ في ليټر شوې دې۔ لیټر
له بلې خوا د مالیې وزارت له خوا ویل شوي چې په نړیوال بازار کې د نفتي توکو د بیو د راټیټیدو او د روپۍ په ارزښت کې د ښه والي له امله د نفتي توکو د بیو د کمولو پریکړه شوې ده.
د مالیې وزارت ویلي چې پر پټرول ۶۰ روپۍ او د ډیزلو په بیه ۵۰ روپۍ فی لیټر لیوی ساتل شوی دی.
د دې تر څنګ اوګرا وايي چې د تېلو د بازار موندنې شرکتونو او ډيلرانو په ګټه کې د 88 پېسې في ليټر زياتوالى راغلى دى.