د پاکستان اسعارو د سپټمبر په میاشت کې د نړۍ د اسعارو په پرتله ښه فعالیت وکړ

0
167

باغي ټي وي رپورټ

د ډالرو د ناقانونه سوداګرۍ، قاچاق، شرطونو، اداري اقداماتو او د دولتي بانک له لوري د اصلاحاتو پر وړاندې مبارزه مثبتې پایلې ښيي.

د سپتمبر په میاشت کې پاکستاني اسعارو تر ټولو ښه فعالیت وکړ او روپۍ د نړیوالو اسعارو په پرتله ښه وځلید.

د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په یوه میاشت کې د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کرنسۍ ارزښت ۶،۲ سلنه ښه شوی دی، په سپټمبر میاشت کې پاکستانۍ روپۍ د نړۍ لومړی کرنسي وه.

د یادولو وړ ده چې د حکومت د اقداماتو په پایله کې امریکايي ډالر له تیرو شلو ورځو وروسته له خپل لوړ ارزښت څخه ۱۷ کلدارو ته راښکته شوی دی.

بل اړخ ته د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د هدف نه زیات ریونیو جمع کولو کښې د ایف بی آر په کارکردګۍ د اطمینان څرګندونه کړې ده.

Leave a reply